د پوهنې وزارت یوه لوړ پوړي پلاوي د بلخ ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۲:۱۹
125

 د پوهنې وزارت د خدماتو د رئیس مولوي سید حفیظ الله په مشرۍ، د ياد وزارت د سرچینو او اداري معينيت لوړ پوړي پلاوي، د بلخ ولايت د مالي بودیجې د ارزونې په موخه ياد  ولایت ته رسمي سفر وکړ.
ياد پلاوي د بلخ پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل او د مستوفيت له مشرتابه سره هم تفصيلي خبرې وکړې. 
 په دې ناسته کې د پوهنې ریاست د کړنو او د دغه ریاست د بودیجې د پلي کولو پر څرنګوالي هر اړخیز بحثونه وشول.
 په دې لړ کې د یاد ولایت مسئولینو او مشرتابه د پوهنې ریاست د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د ملاتړ په موخه خپل چمتووالی تازه کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپلو ښوونيزو ادارو سره به دوامداره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست له کړنو څو لنډ خبرونه

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په ۱۷بابه ښوونځیو کې د شاوخوا ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیدې» د کتاب له منځپانګې څخه علمي سیالۍ ترسره شوې، کوم چې د یوې همکارې فکري او فرهنګي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۰,۰۰۰ لیټره پټرولو او ۶,۵۰۰ لیټره ډیزلو تیلو ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي، سوداګریز شرکتونه او د تېلو ټانک لرونکي چې د قرارداد ترلاسه کولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱- پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو. . .

BACK TO NEWS