د پوهنې وزارت یوه لوړ پوړي پلاوي د بلخ ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د خدماتو د رئیس مولوي سید حفیظ الله په مشرۍ، د ياد وزارت د سرچینو او اداري معينيت لوړ پوړي پلاوي، د بلخ ولايت د مالي بودیجې د ارزونې په موخه ياد ولایت ته رسمي سفر وکړ.
ياد پلاوي د بلخ پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل او د مستوفيت له مشرتابه سره هم تفصيلي خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د پوهنې ریاست د کړنو او د دغه ریاست د بودیجې د پلي کولو پر څرنګوالي هر اړخیز بحثونه وشول.
په دې لړ کې د یاد ولایت مسئولینو او مشرتابه د پوهنې ریاست د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د ملاتړ په موخه خپل چمتووالی تازه کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپلو ښوونيزو ادارو سره به دوامداره همکاري وکړي.