له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۶:۲۶
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

ننګرهار

د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د دې ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د سور ډاګ لېسې د اداري او تدریسي چارو څارنه وکړه.

په دې کتنه کې يې د لېسې د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې واورېدې او د حل ژمنه يې وکړه.

یاده لېسه له څو کلونو راهيسې غير فعاله وه او په دې وروستيو کې د پوهنې رياست او د ځایي خلکو په مرسته بېرته فعاله شوه.

پروان

د پروان ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د ادارو له آمرینو سره ناسته وکړه.

 په دې کتنه کې یې د دې ولایت د ښوونځیو او مدارسو د ښوونیزو چارو د ښه والي په اړه ورسره خبرې وکړې.

لوګر

 د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د ۴۵ ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره د لیدنې پر مهال هغوی ته د ښوونکو، کارکوونکو او زده کوونکو د احصاییې د راټولولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

بلخ

 د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمر له خپلو کارکوونکو سره په کاري ناسته کې له هغوی وغوښتل، چې د زده کوونکو د علمي کچې د لوړولو او د پوهنې په ځینو برخو کې جدي هڅې وکړي.

همدارنګه د دهدادي ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ په اداري غونډه کې چې د ولسوال مولوي اسلام الدین خالد په مشرۍ جوړه شوې وه ګډون وکړ او په یاده ولسوالۍ کې یې د پوهنې پر فعالیتونو، ستونزو او اړتیاوو خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS