ولایاتو کې د پوهنې ریاستونو د فعالیتونو لنډیز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۰:۵۷
فشرده ای از فعالیت های ریاست های معارف ولایات

هرات:
د هرات ښار د ښوونځیو د ورزشي ټیمونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د اسلامي امارت د لومړۍ کلیزي د بریا په ویاړ جوړه شوې وه، ۱۶ لوبډلو په کې ګډون درلود. په دغو سیالیو کې د سلطان غیاث الدین غوري او بشیري خصوصي لیسې ټیمونو نیمه پای لوبې ته ووتل، چې په پای کې بشیري لوبډلي پای لوبه وګټله.
فراه:
د فراه ولایت د پوهنې رئیس مولوي اختر محمد زعیم د یوه پلاوي په ملتیا د دغه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې له یو شمېر دیني مدرسو او ښوونځیو څخه د لیدنې او کتنې پرمهال د پوهنې پر کیفیت د ټینګار ترڅنګ د سیمې له خلکو سره هم وکتل. 
بلخ:
د بلخ ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ د پوهنې رئيس مولوي شيرمحمد عمر د دې ولسوالۍ د ښوونځيو له آمرینو ناسته وکړه. په دغه کتنه کې یې په ښوونځيو کې د تدريسي بهير د جدي څارنې او د اداري کارونو د چټکتيا په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
کاپیسا:
 د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د پوهنې آمریت د دې ولسوالۍ د ۱۵۰ ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبی سیالۍ ترسره کړې.
د اله سای د پوهنې آمر مولوي محب الله قانت وويل، چې د دغو سياليو له ترسره کېدو اصلي موخه د محمد (ص) له اخلاقو سره د زده کوونکو سينګارول دي.
سمنګان:
سمنګان ولایت د پوهنې ریاست ۶۸ خالي بستونو ته د نوماندانو د ټاکلو بهیر پیل شو.
د سمنګانو ولايت د پوهنې رئيس مولوي نصرت الله فيضاني د اداري اصلاحاتو له بورډ او مسوولينو څخه وغوښتل، چې د شفافې ازموينې په ترسره کولو سره دې کار اهل کار ته وسپاري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۲ - ۱۴:۳۵
Background image

د ولایاتو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه.

خوست:
د خوست ولايت د پوهنې رياست د ښوونې او روزنې آمر خيروګل خيرخواه د يو کاري ټيم په ملتيا د دغه ولايت باک ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ له کلنيو ازموينو، اداري چارو او د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۲ - ۱۳:۳۶
Background image

له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

پنجشیر:
د پنجشير د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو د آمریت مسلکي غړي مولوي مطيع الله جواد د دغه ولايت د حصه اول ولسوالۍ د عمر ابن الخطاب د دارالعلوم  له کلنۍ ازموينې څخه د ليدنې په وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د سمنګان ولایت په جهادي مدرسه کې د چاودنې د تقبیح او له قربانیانو سره د تسلیت په اړه د ا.ا.ا د پوهنې وزارت اعلامیه

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې تیره ورځ چهارشنبه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د یاد ولایت په جهادي مدرسه کې چاودنه ترسره شوه، چې له امله یې زمونږ یو شمیر مظلوم هیوادوال. . .

BACK TO NEWS