ولایاتو کې د پوهنې ریاستونو د فعالیتونو لنډیز

media-moe
Mon, Oct 03 2022 10:57 AM
فشرده ای از فعالیت های ریاست های معارف ولایات

هرات:
د هرات ښار د ښوونځیو د ورزشي ټیمونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د اسلامي امارت د لومړۍ کلیزي د بریا په ویاړ جوړه شوې وه، ۱۶ لوبډلو په کې ګډون درلود. په دغو سیالیو کې د سلطان غیاث الدین غوري او بشیري خصوصي لیسې ټیمونو نیمه پای لوبې ته ووتل، چې په پای کې بشیري لوبډلي پای لوبه وګټله.
فراه:
د فراه ولایت د پوهنې رئیس مولوي اختر محمد زعیم د یوه پلاوي په ملتیا د دغه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې له یو شمېر دیني مدرسو او ښوونځیو څخه د لیدنې او کتنې پرمهال د پوهنې پر کیفیت د ټینګار ترڅنګ د سیمې له خلکو سره هم وکتل. 
بلخ:
د بلخ ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ د پوهنې رئيس مولوي شيرمحمد عمر د دې ولسوالۍ د ښوونځيو له آمرینو ناسته وکړه. په دغه کتنه کې یې په ښوونځيو کې د تدريسي بهير د جدي څارنې او د اداري کارونو د چټکتيا په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
کاپیسا:
 د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د پوهنې آمریت د دې ولسوالۍ د ۱۵۰ ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبی سیالۍ ترسره کړې.
د اله سای د پوهنې آمر مولوي محب الله قانت وويل، چې د دغو سياليو له ترسره کېدو اصلي موخه د محمد (ص) له اخلاقو سره د زده کوونکو سينګارول دي.
سمنګان:
سمنګان ولایت د پوهنې ریاست ۶۸ خالي بستونو ته د نوماندانو د ټاکلو بهیر پیل شو.
د سمنګانو ولايت د پوهنې رئيس مولوي نصرت الله فيضاني د اداري اصلاحاتو له بورډ او مسوولينو څخه وغوښتل، چې د شفافې ازموينې په ترسره کولو سره دې کار اهل کار ته وسپاري.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS