د بلخ له پوهنې ریاست څخه د یوې ورځې د فعالیتونو لنډ راپور

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۴:۲۸
د بلخ له پوهنې ریاست څخه د یوې ورځې د فعالیتونو لنډ راپور.

په بلخ ولایت کې د واک موسسې په مالي مرسته په دغه ولایت کې د ۱۵ بابه ښوونځیو او ۵ بابه دیني مدرسو لپاره به سولري او په واټرپمپونو سمبال اودس خوني او د اوبو څاګانې جوړې شي.
د يادو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د پوهنې، کليو او پراختيا، د اقتصاد رياستونو مشرتابه پلاوي او د بلخ د دولتي ادارو يو شمېر مسوولينو هم حضور درلود.

د بلخ ولايت د پوهنې رياست رهبري د دې رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې د بلخ د پوهنې رياست د تعليمي څارنې ارشد غړي الحاج عزت الله عصمتي ته چې په دې وروستیو کې تقاعد شوی دی. د ده د څلوېښت کلن صادقانه کار او فعالیتونو له امله ستاينليک ورکړ او له کړو فعالیتونو یې ستاینه وکړه.

د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د پوهنې آمر او مديرانو د دغه آمریت پورې اړوندو ښوونځيو د ښوونکو لپاره په آسیاب شراف لېسه کې درې ورځنی روزنيز سيمينار جوړ کړ.

 د دغه سیمینار په پرانیسته کې د چمتال ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي وحیدالله حماسي ښوونکي یې د ټولنې یوه ارزښتناکه برخه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې د ودې لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
د بلخ د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر مولوي عبدالصبور فرید او د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د معینیت امام او مبلغ، د بلخ د پوهنې ریاست مسوولینو او کارکوونکو ته د فقهي درسونو د تدریس پر مهال. له درسي نصاب سره سم د نبي (عّ) د معراج او د اسرا سورې په باب یې په تفصیل سره خبرې وکړې.

د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حبیب الله حمیدي په حضور کې ګډونوالو ته د عقیدې د اصلاح او دیني موضوعاتو په اړه اسلامي درسونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS