د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت پوهنې مسئولینو د نوي ښوونیز کال لپاره د بشپړ چمتووالي اعلان وکړ.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل «خالد» د پوهنې له چارواکو سره په یوه غونډه کې له هغوی وغوښتل تر څو د پوهنیز کیفیت لاښه والي لپاره له هر ډول هڅو درېغ ونه کړي.
- لغمان:
- د لغمان ولایت اړوند مشه خیل او شهید محمد اسماعیل طارق لېسو ښوونکو او مدیرانو لخوا ۱۲۰۰۰ افغانۍ یادو لېسو ته وقف شوې، چې د همدغو لېسو لپاره د یو پایه پرنټر او یو شمېر میوه لرونکو نیالګیو پېرودلو برخه کې په مصرف ورسېدلې.
- لوګر:
-د مرحوم حاجي محمد ابراهیم جمشیدي زامنو لخوا چې د دې ولسوالۍ یو له خیرخواهانو څخه دي، د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند په شش قلعه کلي کې د یو باب ښوونځي جوړولو لپاره ۱۲ جرېبه ځمکه وقف او په رسمي ډول د همدغه ولایت پوهنې ریاست ته وسپارل شوه.