پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پوهنې وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا وړ برېښنايي سیسټم اړوند د

Amiri-admin

Publish Date

Closing Date

Location Kabul Afghanistan

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پوهنې وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا وړ برېښنايي سیسټم اړوند د ۱۴۰ قلمه اجناسو او تجهیزاتو د تدارک او پېرودنې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
علاقمندان کولای شي اړونده شرطپاڼه او سافټ کاپي ترلاسه او یا یې د تدارکاتو لوی ریاست له http://tenders.agroups.af وېب‌پاڼې څخه ښکته کړي.
داوطلبان دې خپل وړاندیزونه د قراردادونو د قانون او تدارکاتي کړنلارې له شرایطو سره سم، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۵/۱۹ نېټې د دوشنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، په سرتړلي ډول د پوهنې وزارت (ده افغانان، محمدجان خان واټ کې) د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین ته اړتیا نشته او د پرانیستنې غونډه به د ۱۴۰۵/۵/۱۹ نېټې د دوشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې وزارت د تدارکاتو په ریاست کې ترسره شي.

د پوهنې وزارت