له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه.

media-moe
Tue, Nov 29 2022 12:37 PM
ghj

بلخ:
د سلطان زاده او احمدجان شرکتونو د بلخ ولایت د پوهنې د رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخیل په شتون کې دوه سوه پنځوس متره غالۍ، دولس پایې برقي بخارۍ، درې سولري تختې او نور د اړتیا وړ توکي یې د بلخ د مرکزي یتیم خانې مسوولینو ته وسپارل.
د بلخ د پوهنې رئيس د يادو شرکتونو له مسوولينو څخه د مننې ترڅنګ له نورو هم وغوښتل، چې له پوهنې ریاست سره مرسته وکړي.
لغمان:
د پوهنې وزارت د عامې روغتیا مسوولینو د لغمان ولایت د پوهنې مدیریت له روغتیايي کارکوونکو سره په همغږۍ د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.
په دې غونډه کې د ياد ولايت د پوهنې رياست د روغتيايي ټیم مسوولينو د يادو ښوونځيو د روغتيايي څانګو ارزونه یې وکړه او زده کوونکو ته يې د تقویوي او د مخنيوي ټابليټونو په ارزښت خبرې وکړې.
کابل:
د کابل ولایت د پوهنې ریاست د ښوونیز څارنې غړو د یونیسف موسسې له مسوولینو سره د دې ولایت د سروبي ولسوالۍ د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو له څو برخو څخه لیدنه وکړه او د دې ټولګیو مسوولینو ته یې په درسي او اداري چارو کې لازمې لارښوونې وکړې.
کندهار:
د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د ښوونیز څارنې آمر مولوي محمود خان د دې ولسوالۍ د ميا نور محمد د لومړني ښوونځي د اداري او تدريسي چارو د کتني پر مهال د يادې لېسې نظم او ډسپلين یې د ستاینې وړ وباله او د مسوولینو له هڅو څخه یې مننه وکړه.
نیمروز
د نيمروز ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني د دغه ولايت د مرکز زرنج له منځني ښوونځي څخه ليدنه وکړه او د يادې لېسې له اداري، تدريسي او همدارنګه له زده کوونکو سره يې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې یې د دوی ستونزې او وړاندیزونه  واوریدل شول او د حل په برخه کې یې د مرستو ژمنه وشوه.

Latest news

Sat, Jun 28 2025 3:31 PM
Background image

Online Conference of the Acting Minister of Education with Provincial Education Directors Focused on the Benefits of the “BRID” System

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of Education, in the presence of several central directors of the Ministry, praised the establishment of the “BRID” system. . .

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

BACK TO NEWS