پکتیکا ولایت کې د ۱۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۲ بابه ښوونځیو جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
Thu, Apr 24 2025 9:21 AM
25

د پکتیکا ولایت نعمت آباد ولسوالۍ اړوند د سرکو بازار او منزو پتاو لومړني ښوونځي، چې ټولټال د ۱۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان.ا.ا. عالي مقام د مشرتابه د ځانګړې بودیجې څخه جوړېږي، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې.
پورته ذکر شوې ودانۍ، چې هره یوه یې ۸ درسي خونې، یو احاطوي دېوال، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی او نور اړین ملحقات لري، د یادې سیمې د ماشومانو لپاره د لازیاتو تعلیمي آسانتیاوو برابرولو په موخه جوړېږي.
د یادونې وړ ده چې زده کونکو، ښوونکو او د سیمې اوسېدونکو د یادو ودانیو د پیل څخه خوښي څرګنده او د تعلیمي آسانتیاوو برابرولو په برخه کې یې د پوهنې وزارت له فعالیتونو ستاینه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS