د هرات ولایت پوهنې ریاست او د جامي خصوصي پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

media-moe
Mon, Apr 28 2025 11:27 AM
12

د هرات ولایت پوهنې ریاست او د جامي خصوصي پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون، د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر او د دغه پوهنتون د رئیس ډاکټر میر محمد ایوبي لخوا لاسلیک شو.

د دغه تړون د لاسلیکولو اساسي موخه د پوهنې لاپیاوړتیا، د یاد پوهنتون له آسانتیاوې او لابراتوارونو څخه د ښوونځیو د زده‌کونکو ګټه اخیستنه، د ښوونکو او زده‌کونکو د وړتیا لوړولو لپاره ورکشاپونه او سیمینارونه جوړول، د هرات ولایت د رسمي ښوونځیو د زرغون چاپېریال په پراختیا او ښه کولو کې ګډه همکاري، د پوهنې مسئولینو لپاره د جامي طبي روغتون له ځانګړیو روغتیایي تخفیفونو څخه ګټه پورته کول او د پوهنې منسوبینو لپاره د کلنيو تحصیلي سکالرشپونه ځانګړي کول دي.

په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې، دواړو خواوو د متقابلې همکارۍ په پراختیا ټینګار وکړ او د پورته ذکر شوي تړون لاسلیکول یې د علمي او ښوونیزو چوپړونو لاپراختیا پر لور یو بنسټیز ګام وباله.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS