د میدان وردګ ولایت یوې لېسې سره د ۱۲۰۰ ډالرو مرسته شوه

media-moe
Sat, Jul 05 2025 3:21 PM
215

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ څخه یو بااحساسه ځوان محترم قاضي عبدالحکیم اصغري، د یادې ولسوالۍ آبکزار لېسې د ودانیزو چارو لپاره ۱۲۰۰ ډالر نغدي مرسته کړې ده.

یاده مرسته به د ښوونځي لپاره د نوې ځمکې برابرولو، د ښوونځي شاوخوا داخلي سړک جوړولو او د ودانۍ د وېجاړېدو مخنیوي لپاره د اوبو د کانال رغولو لپاره وکارول شي.

دغه اقدام به د ښوونځي لپاره د مناسب او ګټور ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو لپاره لاره هواره او د ساختماني کارونو لپاره به زمینه برابره کړي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد له علم پال ولس، په ځانګړې توګه د پوهنیز نظام په پیاوړتیا کې د میدان وردګ ولایت علم پروره شخصیتونو له مرستو مننه کوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS