د پوهنې وزارت مالي او اداري معین تخار ولایت ته په رسمي سفر لاړ

media-moe
Mon, Jul 28 2025 11:48 AM
WADA

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله «وصیل» په مشرۍ پلاوي تخار ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پوهنې مسئولینو سره یې وکتل.

ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین، د هغه ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد په ملتیا، رستاق ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ د تعلیمي وضعیت ارزونې په ترڅ کې یې د پوهنې له چارواکو سره هم خبرې اترې وکړې.

همدارنګه نوموړي د رستاق ولسوالۍ د تعلیمي ادارو چارواکو او زده‌کوونکو ته د پوهنې وزارت د سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا د پیغام رسولو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې؛ تعلیمي پروسه باید د پوهنې وزارت د پالیسیو او مقرراتو په چوکاټ کې پلې او پرمخ لاړه شي.

د غونډې په دوام، د تخار ولایت پوهنې چارواکو یاد ولایت ته د پوهنې د معین له سفر هرکلی وکړ او پلاوي ته یې د محترمې رهبرۍ د پلانونو او لارښوونو له پلي کولو ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS