د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معینیت له لوري د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره سیمینارونه جوړ شول

media-moe
Sun, Nov 02 2025 2:59 PM
4554

 د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معینیت له لوري د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو علمي وړتیاوو لوړولو لپاره، په کاپیسا او بامیان ولایتونو کې روزنیز سیمینارونه پيل شول.
د پورته ذکر شویو  پروګرامونو په پرانیسته کې د پوهنې وزارت دارالعلومونو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقدوس قدوسي، د اړوندو ولایتونو والیانو، علماءکرامو، پوهنې مسئولینو او مدرسینو ګډون درلود.
د اسلامي زده کړو معينیت چارواکو، د یاد روزنیز پروګرام ګډون‌والو ته وویل: هغه څه چې په دې سيمينار کې زده‌کوئ، ستاسو مسئوليت دى، چې په مدارسو کې يې خپلو استادانو او زده‌کوونکو ته ورسوئ.
هغوی زیاته کړه، تاسو باید له خپلو مهارتونو څخه د تعلیمي کیفیت لوړوالي په موخه منظم پلانونه جوړ کړئ، ترڅو تدریسي کیفیت د امکان تر حده لا پسې لوړ او له زده‌کړو مهارتونو څخه د طلابو د زده‌کړې پروسې ښه کولو لپاره ګټه پورته کړئ.
هېره دې نه وي، چې د سیمینارونو په پای کې به ګډون‌والو ته تقدیرنامې هم ورکړل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS