د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

media-moe
Thu, Nov 13 2025 9:42 AM
2125

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
لومړی د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر ګډون‌والو د ښه راغلاست پرمهال وویل چې د اداري چارو ساده کول د دندو ښه والي او خلکو ته د خدمتونو د ګړندي کولو لپاره یو له اساسي اړتیاوو څخه دي او زیاته یې کړه چې د دې پروسې پلي کول کولی شي د اداري کارونو پېچلتیا کمولو، روڼتیا زیاتولو او د پوهنې خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي.
ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ساده کولو مرستیال مفتي محمد فريد غزنوي هم د دې پروسې د اهمیت او اهدافو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او د ګډون‌وال رول یې د هغو په بریالیتوب کې حیاتي وباله.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS