د یو شمېر ولایتونو په مدارسو کې «د صرف او نحوې» سیالۍ پیل شوې

media-moe
Wed, Dec 17 2025 12:59 PM
شسبزسطز

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کونړ، بغلان، نیمروز او هلمند ولایتونو د دارالعلومونو د طلابو ترمنځ علمي سیالۍ پیل شوې.
په همدې مناسبت، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو یو شمېر مسئولین د یادو سیالیو څارنې په موخه دغو ولایتونو ته تللي دي، چې په ترڅ کې یې د مدارسو او دارالعلومونو رئیس محترم عبدالقدوس قدوسي هم بغلان ولایت په رسمي سفر رسېدلی دی.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو  معینیت د چارواکو په وینا، دغه سیالۍ په بشپړ روڼ چاپېریال کې ترسره کېږي او د پوښتنو بکس هم د اړوندو ولایتونو د پوهنې رئیسانو او د ازموینې پلاوي په حضور کې پرانیستل کېږي.
هغوی زیاته کړه چې د پورته ذکر شویو علمي سیالیو په پای کې به د چارواکو لخوا ممتازو ګډون‌والو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ووېشل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS