All News
د ښوونځیو ترمینځ د واليبال تورنمنټ (زما ښوونځی زما راتلونکی) ترعنوان لاندې سيالۍ ترسره شوې
پوهنې وزارت، فراه: فراه ولایت کې د نجونو ښوونځيو ترمینځ د واليبال تورنمنټ
( زما ښوونځی زما راتلونکى)سيالۍ پیل شوې، د مرکز اړوند لس ښوونځیو زده کوونکو يو له بل سره سیالۍ وکړې، چې له. . .
لوګر ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې د شیخ حسن د نجونو لومړني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي پرانیستغونډه کې د پوهنې ریاست چارواکو تر. . .
قرغیو ولسوالۍ کې یو نوی ښوونځی جوړېږي
پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کې د الحاج میرزا محمد صافي لومړني ښوونځي بنسټ ډبره د نوموړي ولایت د پوهنې رئیس عبدالله حمیدی، د سیمه ییزې ادارې چارواکو، قومي مشرانو،. . .
د باميان ولايت یکه و لنګ ولسوالۍ پوهنې ته نوې آمره ور وپيژندل شوه
پوهنې وزارت، بامیان: نسرین محسني د آزادې سیالۍ له لارې د ۷۵ نمرو په اخیستلو سره د یکه و لنګ ولسوالۍ د پوهنې آمریت، د آمرې په توګه وګمارل شوه.
په هغه غونډه کې چې د نوموړې د معرفي په. . .
بګرامۍ ولسوالۍ کې یو نوی ښوونځی پرانیستل شو
پوهنې وزارت، کابل : د کابل ولایت د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت د مشرتابه په منظورۍ د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ کې د ادیبانو لومړنی ښوونځی د یاد ولایت د پوهنې رئیس محمد عظیمي. . .
د کونړ ولایت دوو ښوونځیو کې نهه ټولګي جوړ شول
پوهنې وزارت، کونړ: د کونړ ولایت پوهنې ریاست په چوکاټ کې د جاپان هېواد په مالي مرسته د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د شانتي موسسې لخوا د مرکز اسعد اباد په ځاګي او تېشې ښوونځیو کې نهه ټولګي. . .
بامیان ولایت کې د سرذولیج منځنی ښوونځی لیسې ته لوړ شو
پوهنې وزارت، بامیان: د بامیان ولایت د یکاولنګ ۲ ولسوالۍ د اوسیدونکو په وړاندیز او زده کونکو ته د اسانتیاو برابرولو په موخه، د یکاولنګ ۲ ولسوالۍ سرذولیج منځنی ښوونځی عالي لیسې ته لوړ شو.. . .
د زده کونکو د والدینو او ښوونکو اتحادیه جوړه شوه
پوهنې وزارت، غور: د غور ولایت پوهنې ریاست په چوکات کې د ښوونکو او زده کونکو د والدینو ګډ انجمن، د پوهنې سرپرست ، د والي استازي ، د ولایتي شورا غړو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون سره. . .
د سرپل ولایت د پوهنې علمي - ادبي انجمن فعالیت پیل کړ
پوهنې وزارت، سرپل: د سرپل ولایت د علمي- ادبی انجمن پرانیستغونده کې د پوهنې ریاست رئیس او چارواکو، مرستیال والي عبدالمالک عظیمي، د ولایتي شورا وکیل عنایت الله مصمم ، د دولتي ادارو یو. . .